خیبر: د پراختیايي شورا (اې آر ډي سي) ټاکل شوي غړي له خپلو مسؤلیتونو ناخبره دي
په خیبر کې د ۴۸ کسیزې ایریا ریپریزنټېټیو اینډ ډیویلپمنټ کونسل (اې آر ډي سي) ټاکل شوي پنځه غړي لا هم نه پوهېږي چې د دوی مسؤلیتونه څه دي. ډان ورځپاڼې سره په خبرو کې د شینواري مشر ملک زر احمد شاه وویل چې هغه نه غواړي یوازې لاسلیک کوونکی غړی شي، ځکه چارواکو د شورا واکونو او دندو په اړه هېڅ معلومات نه دي ورکړي. د جمرود کوکي خېلو جرګې هم د غړو په ټاکنه نیوکې کړې او ویلي یې دي چې دوی د خلکو اصلي استازي نه دي. د جمرود او لنډي کوتل دوو غړو ډان ته وویل چې تر اوسه ورته د دندو په اړه لارښوونې نه دي ورکړل شوې.
سرچینه: ډان ورځپاڼه
Published: 21 October 2026, 22:19