خبرونهورځني خبرونه

لنډي کوتل: د نومبر له ۱۱مې په خېبر پښتونخوا کې د ۲.۹ میلیونو نجونو لپاره د سرطان واکسینو کمپاین

په خېبر پښتونخوا کې به د نومبر له ۱۱مې څخه د نجونو لپاره د رحم د سرطان د مخنیوي واکسینو لوی کمپاین پیل شي. ډي نیوز ورځپاڼې لیکلي چې دا کمپاین به د نومبر تر ۲۴مې پورې دوام وکړي او موخه یې په صوبه کې له نهو تر څوارلسو کلونو عمر لرونکو ۲.۹ میلیونو نجونو ته واکسین ورکول دي؛ دا کمپاین په صوبه کې لومړی ځل پیلېږي. په دې اړه د خېبر ضلعې له ژورنالیستانو سره په پېښور کې د ډپټي کمېشنر په هستوګنځي کې د پوهاوي یوه غونډه جوړه شوه. په غونډه کې د خېبر اېډېشنل ډپټي کمېشنر (جنرل) شهاب الدین، ډاکټر محب الله، ډاکټر شیر امین، ډاکټر قاضي او نور چارواکي او روغتیايي کارپوهان ګډون وکړ؛ د جمرود، لنډي کوتل او باړې د خبريالانو ټولنو استازو هم پکې برخه اخیستې وه. ډاکټر محب الله وویل چې د رحم سرطان تر ډېره له انساني پاپیلوما ویروس (اېچ پي وي) سره تړاو لري او پر وخت واکسین کول یې خطر د پام وړ کمولی شي. نوموړي زیاته کړه چې د عامو خلکو د نه پوهاوي ستونزه د مخنیوي پر وړاندې یوه لویه ننګونه ده او ژورنالیستان کولی شي د سمې معلوماتو په خپرولو، غلطو اندونو په لرې کولو او د والدینو په هڅولو سره مهم رول ولوبوي. د راپور له مخې دا واکسین په نړۍ کې په ۱۶۲ هېوادونو کې کارول کېږي.
سرچینه: دي نیوز
Published: 21 October 2026, 22:11

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *