خبرونهسید هارون شینواریورځني خبرونه

ډي پي او خیبر وقار احمد: خلک سوله وساتي، د فسادي عناصرو وسیله دې نه ګرځي

د ضلع خیبر ډسټرکټ پولیس آفیسر وقار احمد د ضلع اوسېدونکو ته په خپل تازه پیغام کې وویل چې خلک دې سوله او امن وساتي او د شرپسندو، فسادي او انتشار خپرونکو عناصرو وسیله دې نه ګرځي.

هغه خبرداری ورکړ چې د قانون له سرغړوونکو سره به سخته رویې کېږي. دا پیغام په داسې حال کې ورکړل شوی چې په ضلع خیبر کې د ګورنر راج او اېمرجنسي پر وړاندې احتجاجونه روان دي.

سرچینه: سید هارون شینواری

Published: 13 October 2026, 14:21

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *