لنډي کوتل کې له ګړبۍ سره سخت باران شروع شو
لنډي کوتل کې نن ماښام له ګړبۍ او تندر سره سخت باران شروع شو. د هوا د بدلون له امله ښار او شاوخوا سیمې تر اغېز لاندې راغلي دي.
ځايي ژورنالست خانزېب شینواري خپل فېسبوک وال کې خبر ورکړی چې په لنډي کوتل کې د ګړبۍ سره تېز باران اورېدلی دی. هغه له خلکو غوښتي دي چې د خیر او سلامتیا لپاره دعا وکړي.
یاده دې وي چې د تېز باران له امله په غرنیو سیمو کې د نرمو خاورو د ښویېدو او په لارو کې د اوبو د ډېرېدو امکان شته، نو د موټر چلوونکو او سفر کوونکو نه هیله کېږي چې احتیاط وکړي او غیر ضروري سفرونه وځنډوي.
سرچینه: خانزیب شینواري