خبرونهصائم خانورځني خبرونه

خیبر باړه کې د امن لپاره احتجاجي لاریون پیل شو

د خبريال صائم خان په خبره خیبر باړه کې د امن لپاره احتجاجي لاریون پیل شوی دی چې په کې ګڼ خلک ګډون کوي. لاریونکوونکي غوښتنه کوي چې سیمه کې دې تلپاتې امن تامین شي او د ولس د ژوند خوندیتوب دې یقیني شي. صائم خان وايي چې ټولو صوبايي او قومي اسمبلۍ غړو ته پکار ده چې یوازې د فیسبوک پوسټونو او ټویټونو پر ځای په دې امن لاریون کې عملاً ګډون وکړي. د سیمې خلک د امن لپاره د دغه ډول لاریونونو ملاتړ کوي او له منتخبو استازو غواړي چې د ولس غږ دې بدرګه کړي.

سرچینه: صائم خان

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *