لنډیکوتل اشخېل کې د ځمکې پر سر د تره زامنو ترمنځ جګړه؛ ۸ کسان ټپیان شول
د لنډیکوتل په اشخېل سیمه کې د ځمکې د شخړې پر سر د تره زامنو ترمنځ جګړه شوې چې په کې ۸ کسان ټپیان شوي دي. خبریال نور سات اپریدي په خپل پوسټ کې لیکلي چې ټپیان د درملنې لپاره لنډیکوتل روغتون ته لېږدول شوي دي. د ځمکې پر سر شخړې په قبایلي سیمو کې وخت ناوخته د مرګ ژوبلې سبب کېږي، او ځایي خلک غوښتنه کوي چې د دغو شخړو د هواري لپاره دې قانوني لارې چارې پیاوړې شي.
سرچینه: نور سات اپریدي