یاسر اپریدی
ژوندلیک
یاسر اپریدی چې د ۱۹۸۸ کال د جولای په ۲۷ په لنډي کوتل کې زېږېدلی، د ضلعې د اوسني وخت تر ټولو ویاړلی فوټبالر دی او د شاهین او ریاض اپریدي د تره زوی دی. هغه منځنی لوبغاړی (مډفیلډر) دی.
د خپل کلب کیریر ډېره برخه یې له خان ریسرچ لېبارټریز (کے ار ایل) سره تېره کړه او له هغوی سره یې درې د پاکستان پریمیر لیګ اتلولۍ او څلور د ملي فوټبال چیلنج جامونه وګټل. هغه په ۲۰۱۰ اسیايي لوبو کې د ۲۳ کلنو کم عمره په کچه د پاکستان استازیتوب وکړ او په ۲۰۱۳ کې یې د پاکستان ملي لوبډلې لپاره اووه لوبې وکړې.