امنیتي پېښې

وسله والو په کم شلمن کې د سړک جوړولو ماشینري وسوځوله

وسله وال کسان د درګۍ په سیمه کې یوې ساختماني ساحې ته ورغلل، څوکیدار یې وګواښه او هغه اېکسکاوېټر یې وسوځاوه چې پر یوه نوي سړک یې کار کاوه. دوی د پرمختیايي کارونو پر ضد د خبرداري یو لیک هم پرېښود.

ټھېکدار د امنیتي ګواښ له امله د پروژې کار ودراوه. دا پروژه د لرې پرتو کم شلمن او لوے شلمن سیمو لپاره د منظورو شپږو پرمختیايي پروژو له ډلې یوه وه.

ځايي اوسېدونکي وايي چې سړکونه د دوی د ژوند لپاره حیاتي دي، ځکه له ښار سره د نښلولو یوازینۍ لاره همدا سړکونه دي. د کار درېدل د دوی پر ورځني ژوند ژور اغېز کوي.

چارواکو تر اوسه په دې اړه رسمي بیان نه دی ورکړی، خو امنیتي سرچینې وايي چې په سیمه کې د امنیت ټینګولو لپاره ګامونه اخیستل کېږي.

سرچینه: Ahmad Nabi Shinwari (local journalist blog)

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *