باړه: محمد صدیق اپریدي وايي زموږ ورکرز پرامن وو، قانون ماتونکي له پي ټي آی سره تړاو نه لري
د پي ټي آی مشر محمد صدیق اپریدي ویلي چې په تحصیل باړه کې د دوی ورکرز پرامن وو او هغه کسان چې قانون یې مات کړی، له پي ټي آی سره هېڅ تړاو نه لري. دا بیان په داسې حال کې ورکړل شوی چې نن په باړه کې د ګورنر راج او اېمرجنسي پر ضد د پي ټي آی د احتجاج په درېیمه ورځ تاوتریخوالی رامنځته شو؛ مظاهرینو پولیس اهلکار ووهل، د نادرا دفتر ته یې اور واچاوه او د ریسکیو ۱۱۲۲ پر دفتر یې ډبرې وغورځولې. محمد صدیق اپریدي ټینګار کړی چې د دوی احتجاج سوله ییز دی او تاوتریخوالی کوونکي د دوی له ګوند سره هېڅ تړاو نه لري.
سرچینه: اول شیر اپریدی
Published: 13 October 2026, 21:34