باړه چوک: مظاهرینو د ټرافیک سټاپرونو ته اور واچاوه
په باړه چوک کې د پي ټي آی کارکنانو د ګورنر راج او اېمرجنسي پر ضد د احتجاج په درېیمه ورځ د ټرافیک سټاپرونو ته اور واچاوه. د صحافي سید هارون شینواري د راپور له مخې، مظاهرینو د باړه چوک په سیمه کې لګېدلي ټرافیک سټاپرونه سوځولي دي. په خپره شوې ویډیو کې د سوځېدلو سټاپرونو څخه پورته کېدونکي لوګي لیدل کېږي. دا پېښه د نن ورځې د تاوتریخوالي په لړ کې رامنځته شوه چې په کې د نادرا دفتر ته اور واچول شو، پولیس اهلکار ووهل شول او د ریسکیو ۱۱۲۲ پر دفتر ډبرې وغورځول شوې.
سرچینه: سید هارون شینواری
Published: 13 October 2026, 21:30