خبرونهسید هارون شینواریورځني خبرونه

باړه: مظاهرینو د نادرا پر دفتر اور واچاوه

د خیبر ضلعې په باړه کې د ګورنر راج او اېمرجنسي پر ضد احتجاج کوونکو د نادرا پر دفتر اور لګولی دی. د صحافي سید هارون شینواري د راپور له مخې، مظاهرینو د باړې په نادرا دفتر کې اور اچولی چې له امله یې د ودانۍ څخه لوګي پورته کېږي. په خپره شوې ویډیو کې د سوځېدلي دفتر منظرې لیدل کېږي. دا د نن ورځې د احتجاج په درېیمه ورځ درېیمه لویه پېښه ده؛ تر دې وړاندې مظاهرینو د ریسکیو ۱۱۲۲ پر دفتر ډبرې غورځولې وې او څو پولیس اهلکار یې وهلي وو. د اور له امله دفتر ته د اوښتي زیان په اړه تر اوسه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

سرچینه: سید هارون شینواری
Published: 13 October 2026, 21:26

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *