خبرونهسید هارون شینواریورځني خبرونه

باړه: مظاهرینو د ریسکیو ۱۱۲۲ پر دفتر ډبرې وغورځولې؛ د دفتر د نیولو راپورونه

د خیبر ضلعې په باړه کې نن د احتجاج کوونکو لخوا د ریسکیو ۱۱۲۲ پر دفتر د ډبرو د غورځولو راپورونه ترلاسه شوي دي. د ریسکیو سرچینو په حواله، مظاهرین د دفتر ودانۍ ته ننوتلي او د دفتر کنټرول یې په لاس کې اخیستی دی.

دا پېښه په باړه کې د نن ورځې له سهار راهیسې روان احتجاج کې نوې زیاتېدونکې پېښه ده، چې په کې له دې مخکې د پولیسو لخوا د اوښلنګس کارولو او هوايي ډزو راپورونه هم ورکړل شوي وو.

یاد دې وي چې دا خبر د ریسکیو سرچینو په حواله دی او خپلواکه تایید یې لا نه دی شوی. بشپړ جزئیات به ترلاسه کېدو وروسته خپاره شي.

سرچینه: سید هارون شینواری

Published: 13 October 2026, 17:12

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *