اول شیر اپریدیخبرونهورځني خبرونه

جمرود: د باړې وروسته د پي ټي آی کارکنان په جمرود کې هم احتجاج ته راوتلي

د خیبر ضلعې په باړه کې د پرون او نن ورځې له احتجاجونو وروسته اوس پي ټي آی کارکنان په جمرود کې هم احتجاج ته راوتلي دي.

ځايي خبریال اول شیر اپریدی په خپله فېسبوک پاڼه یوه ویډیو خپره کړې چې پکې د جمرود په سړکونو د کارکنانو راټولېدل ښکاري. د راپورونو له مخې په باړه کې د نن ورځې په اوږدو کې د مظاهرچیانو او پولیسو ترمنځ نښتې روانې دي او دا لاریونونه له پرونه راهیسې روان دي.

تر دې دمه د جمرود احتجاج د تلفاتو یا نورو پېښو په اړه کوم رسمي راپور نه دی ورکړل شوی.

سرچینه: اول شیر اپریدی

Published: 13 October 2026, 16:15

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *