جمرود: فاطمه خېل منیا خېلو ترمنځ د ځمکې د وېش اوږدمهاله شخړه په سوله هواره شوه
جمرود کې د فاطمه خېل منیا خېلو د اوو پټرو ترمنځ د ځمکې د وېش اوږدمهاله شخړه په سولهییزه توګه هواره شوه. د شخړې د حل لپاره قومي مشران د انجینیر اختر شیر اپریدي حجرې ته ورغلل، چېرته د جرګې له لارې دواړو خواو ترمنځ روغه جوړه وشوه.
د شخړې په هوارولو کې قومي مشرانو شیر شاه منیا خېل، چییرمین ملک سراج اپریدي، ملک سید غا جان او ملک ولایت شاه مهم رول ولوباوه، او د ځوان کوکی خېل اتحاد غړو محمد صادق اپریدي، کاشف اقبال او داود اپریدي هم پکې برخه واخیسته.
مشرانو وویل چې د قومونو ترمنځ شخړې باید د جرګې او خبرو اترو له لارې هوارې شي، نه د تاوتریخوالي له لارې.
سرچینه: اول شیر اپریدی
Published: 13 October 2026, 15:11