اول شیر اپریدیخبرونهورځني خبرونه

باړه: ایم پي ای عبدالغني اپریدی ورسېد، نن به احتجاج خپله مشري کوي

د پي ټي ای صوبایي اسمبلۍ غړي او ډي ډي سي چئیرمین عبدالغني اپریدی نن باړه، ضلع خیبر ته ورسېد. نوموړي اعلان وکړ چې نن به د ګورنر راج او اېمرجنسي پر وړاندې جوړېدونکي احتجاج مشري خپله کوي.

د صحافي په وینا، دا لومړی ځل دی چې د ګوند یو مخکښ مشر په ښکاره توګه احتجاج ته ورځي او د مظاهره کوونکو مشري کوي. دا احتجاج په خیبرپښتونخوا کې د ګورنر راج او اېمرجنسي د نفاذ پر وړاندې کېږي، چې پر ضد یې په ضلع خیبر کې په تېرو ورځو کې هم مظاهرې شوې دي.

سرچینه: اول شیر اپریدی

Published: 13 October 2026, 14:18

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *