ډی پي او خېبر: د امنیت د خرابېدو اجازه به نه ورکېږي؛ بازارونه پرانیستي دي
د خېبر ضلعې د پولیسو مشر (ډي پي او) ویلي دي چې د امنیت او نظم د خرابېدو اجازه به چاته هم نه ورکېږي.
د هغه په وینا، ژوند په سیمه کې په عادي توګه روان دی او د ننوتلو او وتلو پر ټولو لارو درنه پولیس ځای پر ځای شوي دي.
نوموړي ویلي چې بازارونه پرانیستي دي او سوداګري په عادي ډول روانه ده.
سرچینه: صائم خان
Published: 12 October 2026, 23:28