باړه بازار کې د مظاهره کوونکو پر ضد د پولیسو عملیات؛ ډزې او نیونې وشوې
د ژورنالېست راحت شینواري د راپور له مخې، په باړه بازار کې پولیسو د تحریک انصاف د مظاهره کوونکو پر ضد عملیات وکړل. د راپور له مخې په دې عملیاتو کې ډزې وشوې او ځینې مظاهره کوونکي ونیول شول.
باړه د لنډي کوتل نږدې سیمه ده، او د امنیتي وضعیت هر بدلون پر لنډي کوتل او ټولې خیبر ولسوالۍ مستقیم اغېز کوي. د دې پېښې په اړه د پولیسو رسمي بیان لا نه دی خپور شوی، او د ډزو او نیونو د شمېر په اړه دقیق معلومات هم لا نه دي معلوم. د نورو جزئیاتو لپاره دا پاڼه څاروئ.
سرچینه: راحت شینواری
https://www.facebook.com/reel/1647568353568018/