په باړه بازار کې د پي ټي ای کارکوونکو پر ضد د پولیسو عملیات؛ د ډزو او نیولو ناتایید شوي راپورونه
باړه بازار کې نن پولیسو د تحریک انصاف کارکوونکو پر ضد عملیات وکړل. د خپرو شویو راپورونو له مخې په عملیاتو کې د ډزو او نیولو خبرونه هم ورکړل شوي، خو دا راپورونه تر اوسه په خپلواکه توګه ندي تایيد شوي. د قامي اسمبلۍ غړي اقبال اپریدي د پېښې کلکه غندنه وکړه او پر پولیسو عملیاتو یې اندېښنه څرګنده کړه. د صوبایي اسمبلۍ غړي عبدالغني اپریدي په خپل ټویټ کې ولیکل: «که زما کارکوونکي ته هم زیان ورسېد، نو مسوول به ډي پي او خېبر وي. دا ډزې بندې کړئ، موږ سولهییز یو.» بلخوا د پي ټي ای پي کې-۷۱ ویاند محب الله اپریدي د خېبر پولیسو له خوا په خېبر چوک کې پر سولهییزو مظاهرهچیانو د ډزو د ادعا کلکه غندنه وکړه او ویې ویل چې سولهییز احتجاج د هر وګړي اییني او جمهوري حق دی. ځایي څارونکي وایي چې په ټول خېبر پښتونخوا کې پولیسو د پي ټي ای پر ضد دومره چټک اقدام ندی کړی، لکه څومره چټک چې د جمرود پولیسو وښود. سرچینه: اول شیر اپریدی