زرڅانګه
زرڅانګه چې د «پښتو ولسي موسیقۍ ملکې» په نوم یادیږي، د لکي مروت په یوه کوچي کورنۍ کې زېږېدلې ده. لا کوچنۍ وه چې په یوه واده کې یې سندرې ویلې، یو ځايي موسیقار یې واورېده او راډیو پېښور ته یې معرفي کړه.
زرڅانګه لوستل او لیکل نه شي کولای، خو ولسي سندرې، ټپې او غاړې له یاده وايي. د فرانسې د راډیو یوه څېړونکي د هغې غږ په پښتو ژبه کې یوازینی «غرنی غږ» بللی دی. په پنځو لسیزو کې یې په جرمني، فرانسې، بلجیم، برتانیې، امریکې، متحده عربي اماراتو او عراق کې سندرې ویلي دي.
هغې د ګل پاڼې سره په کوک سټوډیو کې هم کار کړی او پاکستان ورته د ولسي موسیقۍ په برخه کې د «پرایډ آف پرفارمنس» جایزه ورکړې ده.
مشهورې سندرې: د بنګړيوال په چولي ما زه، زما د خرو جامو ياره، راشه ماما زوی دې، د غرونو پنا ياره
سرچینه: وېکیپېډیا