باړه: مظاهرینو پولیس اهلکار ووهل او حراست کې یې ونیول
د خیبر ضلعې په باړه کې د ګورنر راج او اېمرجنسي پر ضد د پي ټي آی د احتجاج په درېیمه ورځ تاوتریخوالی رامنځته شو. د صحافي سید هارون شینواري د راپور له مخې، مظاهرینو په باړه کې څو پولیس اهلکار نیولي او په لتو او ګونډو یې وهلي دي. په خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې مظاهرینو پولیس اهلکار محاصره کړي او ورسره تاوتریخوالی کوي. دا پېښه د نن ورځې د احتجاج په لړ کې رامنځته شوه. د یادونې وړ ده چې په همدې ورځ مظاهرینو د ریسکیو ۱۱۲۲ پر دفتر هم ډبرې غورځولې وې او د نادرا دفتر ته یې اور اچولی و. تر دې دمه د پولیسو چارواکو د دې پېښې په اړه رسمي بیان نه دی خپور کړی.
سرچینه: سید هارون شینواری
Published: 13 October 2026, 21:21