خبرونهراحت شینواریورځني خبرونه

باړه: د جماعت اسلامي مشر شاه جهان اپریدي د احتجاج د ټپیانو عیادت ته ورغی

د جماعت اسلامي مشر شاه جهان اپریدي د باړې د احتجاج پر مهال د ټپي شویو پي ټي آی کارکنانو او پولیسو اهلکارو د عیادت لپاره روغتون ته ورغی. د صحافي راحت شینواري د راپور له مخې، شاه جهان اپریدي په روغتون کې د ټپیانو حال وپوښت او له هغوی سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړه. په خپاره شویو عکسونو کې لیدل کېږي چې شاه جهان اپریدي د ټپیانو تر څنګ ولاړ دی. د یادونې وړ ده چې پرون په باړه کې د ګورنر راج او اېمرجنسي پر ضد د پي ټي آی د احتجاج په درېیمه ورځ تاوتریخوالی رامنځته شوی و چې په کې پولیس اهلکار وهل شوي او ټپیان شوي وو.

سرچینه: راحت شینواری

Published: 14 October 2026, 01:34

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *