پراختیایي پروژې

په بازار زخه خېل کې نیمګړي دولتي کارونه ونړول شول

وروسته له هغه چې اوسېدونکو شکایت وکړ، د ضلعې ادارې یوې پلټونکې ډلې وموندله چې په روانو پروژو کې ټیټ کیفیت لرونکي توکي کارول شوي وو. بلډوزرونو تازه جوړ شوي ساتونکي دېوالونه، ویالې او وړوکي پلونه ونړول.

ډپټي کمشنر وویل چې د ولس د ښېګڼې په پروژو کې به هېڅ جوړجاړی ونه زغمل شي. قبایلو د دې ګام ستاینه وکړه او دا یې د فساد پر ضد یو ګوزار وباله.

ځايي مشران وايي چې ډېر ځله ټھېکداران د پیسو د سپمولو لپاره بې کیفیته توکي کاروي، چې له امله یې پروژې ژر خرابېږي او ولسي پیسې ضایع کېږي.

اداره ژمنه کړې چې له دې وروسته به د ټولو پروژو کیفیت په کلکه څارل کېږي او سرغړوونکو پر ضد به سخته کارروايي کېږي.

سرچینه: Lead Pakistan

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *